اسلام آباد۔11اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په موټروے ر??سټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د وګړو د شكايت نوټس اخستے دے۔ په زياتو نرخونو د غم او غصې څرګندونه كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د منافع خورانو په ضد دې سخته كاروائي وكړے شي۔ د خالي په ورځ د وزيراعظم ډيليوري يونټ لخوا جاري كړې شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان په سټيزن پورټل په موټروے ر??سټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د وګړو د شكايت نوټس واخستو۔ وزیراعظم ډیلیوری یونټ د مواصلاتو وزارت ، اېن اېچ اے او آئی جی موټروے ته مراسله جاري كړې ده۔ مراسله كښې وئيلي شوي دي چې په موټروے ر??سټ اېریاز د نرخونو څارنې له دې خاص ډلې متعين كړې شي۔ دوئي دې شپه او ورځ چھاپې وهي۔ دوئي د حاجت له مخې د انتظاميې مرسته څه وخت هم ترلاسه كولې شي۔ د زياتو نرخونو په ضد دې سخته كارروائي وكړې شي۔ په موټر وے ر??سټ ایریاز دې د مسافرو او سېلګرو پوهاوي له بېنرې ولګولې شي۔ په سیټیزن پورټل د شكايتونو درج كولو په اړه پوهاوي را??ينځته كولو له دې هم ګامونه پورته كړې شي۔ وزیر اعظم آف?? اړوندو چارواكو ته په 21 ورځو كښې د ابتدائي را??ور وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ د اقداماتو ترسره كېدو نه وړاندې او وروستو تقابلي را??ور به هم وزيراعظم ته وړاندې كولې شي
وزيراعظم عمران خان د موټروے رېسټ اېرياز كښی د څيزونو زياتو نرخونو په ضد د شكايت نوټس واخست
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی