پنډۍ 25 اپرېل (اے پی پی) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې مونږ د پاكستان داخلي او سرحدي امنيت باوري كولو او دايمي جوړولو پلو بشپړ پام ګرځولے دے٬ د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ بريالې جنګ به د وروستي ترهګر تر ختمولو دوام لري٬ د اولس په ملاتړ به په هره ننګونه قابو مومؤ او ګران هیواد به د باثباته او تلپاتې سولې مركز جوړؤ٬ پاك پوځ غېر سياسي اداره ده ٬ د پاك پوځ او ټاكلي حكومت ترمينځه آئيني تړون وي ٬ دې ته سياسي رنګ وركول مناسب نه دي٬ پاك پوځ د كوم خاص سياسي سوچ او ګوند نمائندګي نه كوي٬ د دفاع وزارت د ټاکنو لپاره د پوځ تعينات كولو په اړه خپل ځواب الېكشن كمېشن او سپريم كورټ ته وړاندې كړے٬پاك پوځ د هند د كوم هم جارحيت بشپړ ځواب كولو عزم لري۔ ده د نهې په ورځ په آئی اېس پی آر ډائرېکټورېټ كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د پرېس کنفرنس مقصد د پاك پوځ د پېشه ورانه هلو ځلو او د اوسنۍ ترهګرۍ په ضد د پورته كړې شويو اقداماتو احاطه كول وو۔ ده ووئيل د پاك هند ډي جي اېم او ترمينځه د تماس په مهال د سيز فائر لائن لوظنامې څخه وروستو وضعه ښه شوې ده۔ ده ووئيل د روان كال په مهال د هند لخوا تر دې دمه 56 ځله په كوچنۍ كچه د بېلو سيز فائر خلاف ورزۍ شوي دي۔ په دې مهال پاك پوځ د هند 6 جاسوس چورلكې نسكورې كړې۔ افغانستان څخه د امريكائي پوځ وتلو څخه وروستو افغانستان كښې د ترهګرۍ پېښې نسبتا ً زياتې شوې دي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال د ترهګرۍ په 436 پېښو كښې 293 كسان شهيد او 521 ژوبل شول۔ د خېبرپختونخوا په 219 پېښو كښې 192 كسان شهيد او 330 ژوبل شول٬ په بلوچستان كښې په 206 پېښو كښې 80 كسان شهيد او 170 ژوبل شول۔ پنجاب كښې د ترهګرۍ په 5 پېښو كښې 14 شهيد او 3 ژوبل شول۔ د روان كال په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو په ضد 8269 وړو لويو عملياتو كښې نزدې 1535 ترهګر مړه يا ونيول۔ ده ووئيل د پېښور جومات او كراچۍ پېښه دا په ډاګه كوي چې د ترهګر د رياست پاكستان او دين اسلام سره هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل شواهد څخه دا معلومه شوې چې دا ترهګر افغانې وو۔ ده ووئيل د بارډر مېنجمنټ لاندې په 2611 کلومیټر اوږده پاک افغان پوله 98 فیصد څخه زيات كار بشپړ شوے دے۔ دغسې په پاك ايران پوله 85 فیصده څخه زيات كار شوے دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې علماﺀ كرام او ميډيا هم خپل بشپړ كردار ترسره كړے دے كوم چې د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل خېبر پختونخواہ كښې 3654 پرمختيائي منصوبې پېل كړې شوې په كومو به چې 162بلین روپۍ مصرف كولې شي ٬ په دې منصوبو 85 كار بشپړ شوے دے٬ دې سرهس ره 95 فیصده ځپلې آبادي خپلو كورونو ته بېرته تلې ده۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د پاك پوځ سرلښكر د بوج بجټ سره په ګوادر كښې فلاحي منصوبې اعلان كړې۔ ده ووئيل پاك پوځ د ملګرو هېوادونو ترکیه او سوريه زلزله ځپليو مرسته كښې په زړه پورې كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به پاكستان يو سوكاله ٬ سولييز او محفوظ هېواد جوړولو له خپل انفرادي او اجتماعي كردار ترسره كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هند جارحانه ارادې ٬ بې بنسټه تورونه او ادعاګانې د تاريخ صفحې بدلولې نه شي٬ په نړيواله كچه د كشمير منلې شوې متنازعه حېثيت نه شي بدلولې۔ ده ووئيل د پوځ سرلشكر كمان سنبالولو څخه وروسته اونۍ دوره د لائن آف كنټرول وكړه۔ ده ووئيل د هند په پروپېګنډه د ځينو خلقو خيال دے چې آپرېشنل تیاریانې كمې دي ٬ داسې هېڅ نشته۔ ده ووئيل سړي سر خرچه مخكښې هم د هندي پوځ زياته وه خو زمونږ دفاع مضبوط ده٬ مونږ شهادت له وړاندې كېده سره غاړه وركوؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاك پوځ يو ملي پوځ دے٬ زمونږ لپاره سياستدانان او ګوندونه د احترام وړ دي۔ ده ووئيل ټي ټي پي سره مذاكرات د دغه وخت د حكومت پرېكړه وه د كوم چې اعتراف هم وكړے شو۔ د پاك پوځ او ترهګرو تعلق عسكري تعلق دے٬ د وروستي ترهګر تر خاتمې او تلپاتي امن به زمونږ عمليات روان وي۔ ده ووئيل پاك پوځ الېکشن لپاره د 245 لاندې تعينات كولې شي۔ د دفاع وزارت الېکشن کمېشن او سپریم کورټ ته خپل دريځ وړاندے كړے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د انټېلی جنس آپرېشن تفصیلات او د نيولې شويو جاسوسانو اړه معلومات خارجه وزارت وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاک پوځ سره د اړوند خبر لپاره كه د آئی اېس پی آر پرېس ریلیز ته پام وګرځولے شي نو ميډيا به اضطرابي پوښتنو پلو لاړه نه شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ چین سره پخوانۍ ٬ روايتي او پېښه ورې اړيكي دي ٬ د پوځ سرلښكر د چين اوسنۍ دوره هم په دې تناظر كښې وه۔
د پاکستان داخلي او سرحدي امنیت دایمي جوړولو پلو مو بشپړ پام ګرځولے٬ د دفاع وزارت ټاکنو لپاره د پوځ تعينات كولو په اړه خپل ځواب اليكشن كميشن او سپريم كورټ كښې جمع كړې٬ د آئي ايس پي آر ډي جي ميجر جنرل احمد شريف چوهدري
مضمون کا ماخذ : loteria estadual