اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي حکومت به الیکشن کمېشن له په هېواد كښې بې پرې، منصفانه او پاكو ټاكنو لپاره هر ډول مرسته وركوي او په دې لړ كښې به ټول ضروری وسائل وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات کولو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې چیف الیکشن کمشنر وزیراعظم د ټول ټاكنو په اړه د کمېشن تیارو څخه خبر كړو۔ چیف الیکشن کمشنر وزیراعظم له د ټولټاكنو تیارو جاج اخستو له د الیکشن کمېشن دورې كولو بلنه هم وركړه۔ وزیراعظم ووئيل حکومت به الیکشن کمېشن له په هېواد كښې آزاد، بې پرې او پاكو ټاكنو لپاره هر ډول مرسته وركوي او په دې لړ كښې به ټول ضروری وسائل وركوي۔
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا