پېنډۍ 05 ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ وياند لفټېننټ جنرل احمد شريف وئيلي دي پوځ كومه سياسي تګلاره نه لري او نه د يو سياسي ګوند پلوي يا مخالف دے٬ د پوځ هر حكومت سره وظيفائي تعلق وي كوم چې په آئين او قانون كښې په مناسب توګه بيان كړے شوے ، د فېض حميد د كېس نه دا خبره ثابت شوې چې پاك پوځ ذاتي او سياسي مفادات لپاره شوو خلاف ورزۍ څومره په سنجيدګۍ سره اخلي، د فېض حميد په كېس كښې چې څوك هم ككړ وي ٬ هره عهده يا حېثيت لري د ھغه په ضد به كاروائي كېږي، د ترهګرو او سهولت كارو په ضد 32 زره 173 انټيلي جنس بيسډ آپريشنز شوي۔ د زيارت په ورځ د پرېس كنفرنس په مهال خپلې وېنا كښې د آئي اېس پي آر ډي جي وړومبے د فتنه الخوارج او په بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد د شوو كاروائيو جاج وړاندې كولو سره ووئيل د ترهګرو او سهولت كارو په ضد سږ كال 32 زره 173 اپرېشنز شوي٬ د دې عملياتو په مهال 90 خوارج وژلې شوي٬ د ترهګرۍ لعنت مخنيوي لپاره هره ورځ د 130 نه زيات عمليات كېږي٬ د آپريشنز په مهال 193 افسران او ځوانان شهيدان شوي ٬ قام خپلو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي، د آخري خارجي او ترهګر تر خاتمې به جنګ روان وي٬ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل د 20 اګست راهسې په تيراه كښې د فتنه الخوارج، د كالعدم تنظيم “لشكر اسلام” او “جماعت الحرار” په ضد كامياب عمليات شوي ، د كامياب آپريشن په نتيجه كښې فتنه الخوارج ته لوي زيان رسېدلے٬ د كارروائيو په مهال انتهائي مطلوب خارجي ابوذر المعروف صدام پشمول 37 خوارج وژلې شوي او 14 ترهګر ژوبل شوي٬ په دې مهال زمونږ 4 ځوانان هم شهيدان شوي۔ ده ووئېل د 25 او 26 اګست د شپې د ترهګرو په بلوچستان كښې كاروائۍ كړي٬ دا كاروائۍ د كورنيو او بهرنيو ترهګرو په لمسه شوي، د دې مقصد بې ګناه وګړي په نخښه كولو سره د بلوچستان سوله ايز ماحول او پرمختګ متاثره كول دي، د فورسز په ځوابي كاروائيو كښې 21 ترهګر وژلې شوي٬ په دې موقع 14 ځوانان هم شهيدان شوي۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې د بلوچستان په اولس كښې احساس محرومي او د رياستي جبر تاثر هم شته٬ كوم چې په بهرنۍ لسمه خاص عناصر منفي مقاصدو لپاره استعمالوي، ھغوي دې لپاره سپلائټ كوي دغسې چې په بلوچستان كښې پرمختګ او د اولسي خېرښګړې روان عمل د يرې د لارې متاثره كړې شي٬ د ترهګرو په ضد به كاروائۍ كېږي٬ كله چې ترقي نه كېږي نو دې سره به احساس محرومي او د رياستي در اندازي بيانيه لا زياته شي۔ ده ووئېل د ترهګرو سر پرست به په رياست نور تورونه لګوي۔ ده ووئيل دغسې كوٶنكي او د دې سهولت كار د انسانيت او بلوچ دود دستور سره هېڅ تعلق نه لري، بې ګناه وګړي په نخښه كول او په دې فخر كول د دوي د ذهنيت او مايوسۍ عكاسي كوي، ترهګرو ته واضح پېغام وركول غواړم چې د اولس د ځان او مال او د پرمختګ دښمنانانو په ضد به سخته كاروائي كولې شي ۔ ده ووئيل پاك پوځ د خود احتسابۍ په عمل باور لري، د خود احتسابۍ نظام انتهائي جامع او مضبوط عمل دے كوم چې ټائم ټيسټډ دے، دا د تورونو په ځاے په كوټلو شواهدو او د ثبوتونو په بنياد كار كوي، كله چې په پوځ كښې د جوړو شوو قوانين او ضابطو خلاف ورزي كېږي دا خود كار نظام پخپله په حركت كښې راځي۔ ده ووئيل د 12 اګست د آئي اېس پي آر لخوا په جاري كړې اعلاميه كښې د ليفټيننټ جنرل (ر) فيض حميد په ضد د كورټ مارشل كارروائۍ په حواله وئيلي شوې وٶ، د ريټائرډ افسر په ضد ټاپ سټي كيس كښې په باضابطه توګه درخواست راغلے ٬ اپريل كال 2024 كښې د پاك پوځ لخوا د اعليٰ كچه كورټ آف انكوائري حكم جاري كړے شوے، دغسې چې بشپړ تحقيقات وكړے شي۔ ده ووئېل په كوټلو شواهدو اډانه د تفصيلي انكوائرۍ نه وروستو په 12م اګست كال 2024 كښې پاكستان آرمي په باضابطه توګه خبر كړې شوه چې اړوند ريټائرډ افسر د پاكستان آرمي ايكټ د دفعات خلاف ورزۍ كړي، د ريټائرمنټ نه وروستو د ده لخوا د اړوند قوانين د خلاف ورزو يو شمېر پېښې هم رامخئ ته شوي ، په دې بنيادونو د فيلډ مارشل كارروائي پېل شوې۔ ده ووئيل په دې پوهېدل ضروري دي جې پاك آرمي قامي پوځ دے، دا كومه سياسي اېجنډا نه لري او نه د يو سياسي ګوند مخالف دے٬ نه پلوي دے٬ د پوځ هر حكومت سره وظيفائي تعلق وي كوم چې په آئين او قانون كښې په مناسب توګه بيان كړے شوے۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ووئيل كه په پوځ كښې يو كس ذاتي مفادات لپاره كار كوي يا خپلې ذاتي ګټې لپاره يوې خاص سياسي اېجنډې ته وده وركوي نو د پاك پوځ د خود احتسابۍ نظام په حركت كښې راځي، ثبوت او د شواهدو په رڼا كښې ذمه وارو له د خپلو اعمالو ځواب وركول وي٬ جاري عمل د دې خبرې يو بل دليل دے۔ ده ووئيل د پاك پوځ متفقه رائے ده چې پوځ به د رياستي ادارې په حېث د كومې سياسي ګټې څخه محفوظ ساتلے شي٬ اړوندو افسرانو ته به د قانون له مخې د خپلې خوښې وكيل نيولو او د اپيل پشمول ټول حقونه ترلاسه وي٬ د فيض حميد كېس د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې پاك پوځ د ذات او سياسي ګټې لپاره شوې خلاف ورزۍ څومره جدي اخلي او له كوم فرق نه پرته كارروائي كوي۔ ده ووئيل دا ډول سپېځلې خود احتسابي نورو ادارو ته هم ترغيب وركوي چې كه ذاتي يا سياسي مقصد لپاره څوك خپل منصب كاروي نو هغه به هم ځواب وركونكے ګرځولے شي٬ په رياستي ادارو تر ټولو غوره سرمايه په دوئي د اولس باور دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد د پاكستان جنګ د يو منظور شوې او بشپړه تګلارې لاندې روان دے۔ بېلو سياسي ګوندونو ٬ سټېك هولډرز او ټولو حكومتونو دا تګلاره مرتبه كړې ده۔ دا د نېشنل اېکشن پلان او ریوائزډ نېشنل اېکشن پلان او اوس د عزم استحكام په نامه په يو دستاويزي شكل كښې موجود دے۔ په دې كښې چې د پاك پوځ ٬ قانون نافذ كوؤنكو ادارو كوم كارونه دي هغه هم د يوې بشپړه حكمت عملۍ له مخې كولې شي٬ د دې څلور پړاؤنه دي کلیئر، هولډ، بلډ او ټرانسفر نو كومه ترهګرۍ چې مخ په زياتېدو ده ٬ ټول له به په دې پوهېدل وي چې څه كيږي۔ ده ووئيل د دې حكمت عملۍ لاندې قانون نافذ كوؤنكو ادارو او پوځ له كار كول دي ٬ هغه ترهګر سيمو څخه ختمول ٬ هغوي په عارضي توګه هولډ كول دي دغسې چې دغلته عهدېدارو او انتظاميه له غوره چاپېريال رامخې ته كړے شي ٬ سماجي او معاشي منصوبې ولګولې شي او بيا هغوي دغه سيمه په خپل اختيار كښې واخلي۔ د ډي جي آئي اېس پي آر وېنا وه قانون نافذ كوؤنكو ادارو او پوځ دوه لسيزو څخه د ترهګرۍ په ضد جنګ كړے٬ په دې كښې يي 46 زره څخه زياته مربع كلوميټره زمكه ترهګرو څخه كليئر كړې ۔ ده ووئيل مونږ تل دا وئيلي دي چې پاكستان كښې عملا داسې كومه سيمه نشته په كومه كښې چې د ترهګرو اجاره داري وي۔ كوم چې د كليئر او هولډ پړاؤنه دي هغه خو بشپړ شوي۔ اوس چې كوم د بلډ او ټرانسفر كار دے په دې كښې د ټولو اسټېك هولډرز دا عزم دے چې دا كار به بشپړول وي او په دې كښې چې كومه ذمه واري ده هغه د لوكل ګورنمنټ او صوبائي حكومت ده۔ هغوي له به روغتيا ٬ د زده كړو او روزګار سماجي منصوبې رامخې ته كول وي دغسې چې اولس مشغول وساتلے شي۔ د ډي جي آئي اېس پي آر وېنا وه چې پاك پوځ د صوبائي حكومت او لوكل ګورنمنټ بشپړه مرسته كوي او د روغتيا ٬ زده كړو او روزګار پرمختګ لپاره به يو شمېر منصوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښی د پاك پوځ يونټس او فارمېشن كار كوي۔ ده ووئيل اګست 2021 څخه وروستو د فتنه الخوارج او ترهګرو سهولت كاري زياته شوې ۔ كله څخه چې افغانستان كښې بدلون راغلے دا سهولت كاري ٬ كه د ټرېننګ كېمپس په شكل كښې وي ٬ يا د نقل وحمل مرستې په صورت ٬ يا د افغان وګړو په فتنه الخوارج كښې د شاملېدو په شكل كښې وي٬ زياته شوې ده۔ په دې لړ كښې د پاكستان حكومت افغان عبوري حكومت سره رابطه كښې دے او افغانستان زمونږ ورور اسلامي هېواد دے او پاكستان تل د افغانستان بشپړه مرسته كړې او مونږ غواړؤ چې هغوي په پاكستان خوارجين ته قطعا ترجيح ورنكړي۔ ده ووئيل خوارجي نه كوم دين لري او نه انسانيت او نه كومو قبائلي اقدارو سره تعلق لري۔ ده ووئيل د پاكستاني حكومت او افغانستان ترمينځه په ډېرو څيزونو كښې ښې اړيكې موجود دي او څوك چې دا ګڼي چې دې دوو ورونړو اسلامي هېوادونو كښې به غلط فهمۍ پېدا كړؤ نو مونږ دوئي ته وايؤ چې هغوي په خيالي دنيا كښې اوسېږي۔ ده ووئيل پوځ ترهګر سره او قامي ترهګرۍ سره جنګ كوي٬ له دې كبله حكومت د عزم استحكام په نامه ریوائز نېشنل اېکشن پلان په نوې شكل كښې ټول اسټېك هولډرز سره په ګډه وړاندې كړو۔ د دې مقصد ترهګري په بشپړه توګه ختمولو له اقدامات كول دي ٬ په دې كښې ذمه واري د اسټېك هولډرز ده۔ په دې كښې درې چې كوم مهم اقدامات دي په هغې كښې دا چې د پاكستان فوجداري نظام دې مضبوط كړے شي ، د ترهګرو او جرائم پېشه مافياز ترمينځه جوړ دې ختم كړے شي او درېم دا چې ټول قام دې د ترهګرۍ او شدت پسندۍ په ضد په يوه بيانيه اودرېږي۔ د فېض حمید او د هغه د كورټ مارشل كارروائي مخ په وړاندې تللو په مهال د پي ټي آئي لخوا د اندېښنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ډي جي آئي اېس پي آر ووئيل د دې معاملې سماعت روان دے او ستا سوال په مفروضو اډانه لري خو زه به دا ضرور اووايم چې د پوځي قانون له مخې كوم هم وګړے يا وګړي چې د آرمي اېكټ تابع وي ٬ هغه ذاتي يا سياسي مقصد لپاره وكاروي او د هغې ثبوت او شواهد موجود وي نو قانون به خپله لاره پخپله جوړوي۔
پاك پوځ ذاتي او سياسي مفادات لپاره شوې خلاف ورزۍ سنجيده ګڼي ٬ پوځ كومه سياسي تګلاره نه لري: ډي جي آئي ايس پي آر
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب